د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد جګړې پخوانی مشر دانیل جي روزنتال ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې بند خپل همکاران له پامه ونه غورځوي او د هغوی په راویستلو کې همکاري کړي.
دانیل جي روزنتال په یو مقاله کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ باید له افغانستان متحده ایالاتو کې متوجه ترهګریز ګواښونه وڅاري او په دغه هیواد کې د امریکا سره همکار افغانان چې له جدي ګواښ سره مخ دي باید له پامه ونه باسي.
نوموړي لیکلي « ټرمپ باید د امریکا هغه افغان همکاران وژغوري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي او خوندي لارو او ځان اېستلو ته اړ دي».
د بارک اوباما په ولسمشریزه دوره کې د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد جګړې دغه پځوانی مشر وایي «ولسمشر بایډن ویاړي چې د خپلې ادارې پر مهال په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې خو لسګونه زره هغه افغان ملګري پاتې دي، چې د جګړې په اوږدو کې یې په وفادارۍ له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کړې ده».
دانیال په مقاله کې وړاندې لیکلي، افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی او د رپوټونو له مخې القاعدې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي، مدرسې یې تقویه کړې او د وسلو یوه نوې زېرمه یې جوړه کړې ده.
له افغانستان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یو شمېر افغانان چې له امریکایي ادارو او پوځ سره یې همکاري کړې وه وتوانیدل چې له امریکايي پوځ سره ووځي خو زیات شمېر په افغانستان کې پاتې شول او تر اوسه یې سرنویشته دي.