د پاکستان د پوليو د مخنيوي پروګرام وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو دوه نورې پېښې ثبت شوې چې ورسره په روان کال کې په دغه هېواد کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۵۲ تنو ته پورته شو.
د پاکستان د پولیو د مخنيوي پروګرام د خيبر پښتونخوا د پروګرام مسوولینو نن تایید کړه چې دغه دوه نوې پېښې په ډېره اسماعيل خان سيمه کې ثبت شوې دي.
پر پوليو یا ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دوه ماشومان يوه د ۱۸ میاشتو ماشومه په مورګه يونين کونسل سیمه کې، او بل د ۳۶ مياشتو هلک پوليو وهلی دی.
د رپوټونو له مخې، خېبرپښتونخوا کې سږ کال ۱۳ کسان پر ګوزڼ اخته شول چې پکې پينځه ډېره اسماعیل خان، دوه دوه په ټانک، لکي مروت او کوهاټ کې رپوټ شوي، مومندو او نوښار کې يو يو ماشوم د پوليو ښکار شوی دی.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې ۵۲ پېښې ثبت شوي چې ۲۴ په بلوچستان ، او ۱۳، ۱۳په سيند او بلوچستان پېښې شوې دي.