د جرمونو نړۍوالې محکمې اعلان وکړ چې دغې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتنیاهو او د هغه په کابینه کې پخوانی د دفاع وزیر يووا ګالانت د نيولو پرېکړه کړې ده.
پر دغو دواړو کسانو په غزه کې د بې ګناه فلسطيني ملکي وګړو د وژلو او دغه راز له تېر يوه کال راهېسې په ظالمانه ډول د غزې د قلعه بند ساتلو له امله دا حکم شوی دی.
يادې محکمې په يوه بیان کې ويلي چې د نتنیاهو او ګالانت د نيولو او دا چې دواړو جنګي جنایت کړی، ښکاره دلیلونه په لاس کې لري.
د جرمونو نړۍوالې محکمې دا هم ويلي چې د نتنیاهو او ګالانت د نیولو لپاره د اسرائیلو حکومت تایید ته هم اړتیا نه لري.
د جرمونو نړۍوالې محکمې دغه راز د حماس غورځنګ د القسام وسله والو د قوماندان محمد الضیف د نیولو پرېکړه هم کړې خو راپورونه وايي چې نوموړی څو میاشتې وړاندې د اسرائیلي ځواکونو له لورې نيول شوی دی.