راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د پوځ يو افسر يو افغان کډوال د خپلو اولادونو او مېرمن په وړاندې وژلی دی.
ځايي امنيتي مسوولین وايي، چې د وژل شوي افغان نوررحمن د مېرمنې په حواله يې د پوځي افسر په خلاف قضیه ثبت کړې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې پرون د صدر بازار سره نږدې يو افغان کډوال هغه مهال چې يو پاکستاني افسر سره يې لفظي جنجال وکړ هغه پرې ډزې کړي او د ښځې او اولادونو پر وړاندې يې وژلی دی.