نن د شنبې په سهار د اسرایلو هوایي ځواکونو د لبنان په پلازمینه بیروت کې درانه بریدونه ترسره کړي.
روټيرز خبري اژانس په تازه خپور کړي راکې ویلي چې دغه بریدونه ډير زورور وو چې له امله یې په ټول بیرت کې د خطر زنګ وهل شوی.
د سرایلي هوایي ځواکونو د ننني برید ډير جزیات ندي ترلاسه شوي خو روټيرز لیکي چې له بریدونو ورسته بسطا سیمې ته روان شوي چرته چې بریدونه ترسره شوې دي.
عیني شاهدانو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د بېروت ښار څو زورورو چاودنو ولړزاوه او دوو امنیتي سرچینو ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه څلور راکټونه توغول شوي دي.