د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د وژل کېدو پېښه، د خلکو د امنیت په تأمین کې د طالبانو ضعف ښيي.
هغه یاده پېښه د افغانستان د دښمنانو له لوري یو جنایت بللی او په اړه یې د بې طرفانه بین المللي څېړنو غوښتنه کړې ده.
یوه شپه مخکې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شاه پاچا زیارت کې ۱۰ تنه د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
سرچینې وایي یاد کسان چې د صوفي طبقې اړوند وو، په خانقاه کې د ذکر کولو لپاره راټول شوي وو.