افغانستانخبرونه

ملا یعقوب د چين له ځانګړي استازي سره لیدنه کې د دوه اړخيزې همکارۍ پر دوام ټينګار کړی

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې دواړو اړخونو د ګډو همکاريو پر دوام ټينګار کړی دی.

د طالبانو دفاع وزرات په يوه اعلاميه کې ويلي چې ملا یعقوب، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يوشیایونګ او په کابل کې د چین سفیر ژاو ینګ پرون په دفاع وزارت کې لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.

همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست چین د افغانستان د خلکو لپاره یو شریک ګاونډ او مهم همکار وباله او په ګډو برخو او همکاریو کې د ملي دفاع وزارت پر ژمنتیا باندې یې ټینګار وکړ.