خبرونهنړۍ

په اردن کې د اسرائیلو پر سفارت وسله وال برید؛ بریدګر د پوليسو له لوري وژل شوی

راپورونه وايي، يو وسله وال کې د اردن په پلازمېنه عمان کې يو وسله وال کس د اسرائيلو په سفارت باندې ډزې کړي چې د امنيتي ځواکونو له لوري د برید د پراختيا مخه نيول شوې او بریدګر ځای پرځای وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، تېره شپه يو وسله وال کس د اسرائیلو سفارت ته څېرمه لومړی پر يو پولیس ډزې وکړې او بیا يې له هغې وروسته د سفارت ودانۍ په نښه او د څو دقیقو لپاره يې پرې ډزې وکړې.

د اردن د اطلاعاتو وزیر محمد موماني په يو رسنيز کنفرانس کې د دغه برید د تایید تر څنګ وويل چې بریدګر د پوليسو له لوري په بېړني ډول وژل شوی او اوس استخباراتي ادارې په دې کار کوي چې د بریدګر موخه او دا چې کومې وسله والې ډلې سره تړاو لري که نه، کار کوي.

د اسرائیلو سفارت د اردن د پلازمېنې عمان په ربیعه سيمه کې دی، دا هغه سیمه ده چې د اسرائیلو او حماس تر جګړې وروسته په کې د اردو اوسېدونکي د اسرائیلو پر خلاف مظاهرې کوي.

د يادولو وړ ده چې د اردو شاوخوا ۱۲ ميليونه وګړي، فلسطين اصلیت لري چې د ۱۹۴۸ کال را پديدخوا يې د اسرائیلو د ظلمونو او جګړو له امله دغه هېواد ته پنا وړې ده.