افغانستانخبرونه

بغلان کې پر زیارت کوونکو د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې پر غاړه واخېست

راپورونه وايي چې د داعش خراسان وسله والې ډلې د بغلان ولايت په نهرین ولسوالۍ کې د سید پادشاه پر زیارت د وسله وال برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

دغه برید چې درې شپې وړاندې ترسره شوی، ۱۲ زیارت کوونکي په کې وژل شوي وو

د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې په يو بیان کې تاييد کې چې د سید پادشاه زیارت کې پر تصوف کوونکو باندې برید دوی ترسره کړی دی.

په بغلان کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند رسنيو ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ ويلي وو چې د پېښې په تړاو يې څلور مشکوک کسان نيولي خو د هغوی د هويت په اړه يې څه نه و ويلي.