افغانستانخبرونهلوبې

د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ درې‌اړخيزې لوبلړۍ پایلوبه نن ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې نن (سې شنبه) د ۱۹ کلنو کم‌عمره ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخيزې لوبلړۍ پایلوبه لوبوي.

پايلوبه کې به افغان ځوانان د پاکستان له ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره د سهار په ۱۰ بجو مخامخ شي.

دغه لوبلړۍ چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، متحده اماراتو لوبډلې پکې دوه دوه ځله له افغانستان او پاکستان نه ماتې وخوړله.

افغانستان له خپلو ۴ لوبو ۳ ګټلې او پاکستان پکې هم له ۴ لوبو ۳ ګټلې دي چې نن به د دواړو لوبډلو تر منځ پايلوبه ترسره کېږي.

افغان ځوانان له پاکستانۍ لوبډلې سره دوه ځله مخامخ شوي چې لومړۍ سيالۍ افغان ځوانانو د ۱۰۰ منډو په توپير له پاکستانه وګټله خو په دويمه سيالۍ کې افغان ځوانان ښه ونه ځلېدل او لوبه پاکستان وګټله.

دغه لوبې د ۱۹ کلنو اسيا جام لوبو لپاره د چمتووالي لوبې دي چې تر اوسه پکې افغانان ځوانان ښه ځلېدلي دي.