د ۲۰۲۵ چمپينز ټرافي سيالۍ چې د پاکستان په جنجالي کوربه توب به ترسره کېږي، نن به يې جام له متحده عربي اماراتو افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه جام چې د غړو لوبډلو پر هېوادونو ګرځول کېږي، د افغانستان څو ښارونو او مشهورو ځايونو کې به هم وګرځول شي او نندارې ته به وړاندې شي.
د چمپين ټرافي لوبې چې د کرکټ د ۸ غوره نړيوالو لوبډلو تر منځ ترسره کېږي، د کرکټ د پنځوس اوريزه نړيوال جام پر مهال د پرلپسې برياوو له امله افغانستان هم د دغه ټرافي د سيالانو په کتار کې راغی.
له افغانستان پرته په دغو سياليو کې اسټراليا، نيوزيلينډ، هندوستان، پاکستان، بنګلدېش، انګلينډ او جنوبي افريقا يو د بل په وړاندې سيالۍ کوي او د جام د پورته کولو هڅه به کوي.
سږ کال د پاکستان په کوربه توب کې وروسته له هغې جنجالونه راولاړ شول چې د هند کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د دوی لوبډله به پاکستان ته ولاړه نه شي او خپلې لوبې به په درېیم هېواد کې تنظيم کړي.
که څه هم پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا ته له خپله اړخه د ډاډمن چمتووالي او امنيت ډاډ ورکړی خو ممکن د دغو سیاليو کوربه توب جنوبي افريقا ته او ځينې لوبې يې متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شي.