افغانستانخبرونهلوبې

په هند غوره ليګ کې ۴ نور افغان لوبغاړي هم واخيستل شول.

د هند غوره ليګ IPL د بولۍ پر دويمه ورځ ۴ نور افغان لوبغاړي هم واخيستل شول چې په دې سره په دغه ليګ کې د افغان لوبغاړو شمېر ۷ تنو ته ورسېد.

په دويمه ورځ افغان ورو توپ اچوونکی الله‌محمد غظنفر د ممبيي انډين لوبډلې له خوا په ۴۸۰ لکه هندۍ روپو، عضمت الله عمرزی د پنجاب لوبډلې له خوا په ۲۴۰ لکه هندۍ روپو، فضل حق فاروقي د راجستان رويال لوبډلې له خوا په ۲۰۰ لکه هندۍ روپو او کريم جنت د ګوجرات لوبډلې له خوا په ۷۵ لکه هندۍ روپو واخيستل شول چې د ۲۰۲۵ ای‌پي‌ايل سیالو کې به د خپلو لوبډلو په ګټه لوبېږي.

په دویمه ورځ افغان چټک توپ اچوونکی نوين الحق او افغان ورو توپ اچوونکی مجيب بولۍ ته وړاندې شول خو کومې لوبډلې وا نه خيستل. نور افغان لوبغاړي بېخي بولۍ ته وړاندې نه کړل شول.

د يادونې وړ ده چې افغان نړيوال ستوری راشد خان د ګوجرات لوبډلې د ۱۸۰۰ لکه هندۍ روپو په بدل کې له وار له مخه له ځانه سره ساتلی دی او نوراحمد لکڼوال او رحمان الله ګوربز د بولۍ په لومړۍ ورځ د چنای او کلکتې لوبډلو له خوا په ۱۰۰۰ لکه او ۲۰۰ لکه هندۍ روپو اخيستل شوي دي.