افغانستانخبرونه

په بدخشان کې د تندر لوېدو له امله ۲ تنو ژوند بايللی

په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د تندر لوېدو په پېښه کې یوه سړي او یوې ښځې ژوند بایللی دی.

سرچینو دوشنبه د لیندۍ پر ۵مه ویلي چې دا پېښه د بدخشان ارغنج‌خوا ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

دغه راز، سرچینې زیاتوي چې ورښتونو او سېلابونو د دې ولسوالۍ لارې بندې کړې دي.

وروستيو اورښتنو او تندرونو له امله په تېره يوه مياشت کې په هېواد کې شاوخوا ۵۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

شنونکي وايي چې افغانستان کې ډېری کورونه خام او پخواني دي چې د غربت له امله يې خلک د رغولو وس نه لري نو همدا لامل دی چې د اورښتونو پر مهال يې مقاومت له لاسه ورکوي او ړنګېږي.