په نورستان کې ځايي طالب امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یې درې کسان د یوه دیني عالم د وژنې په تور نیولي دي.
په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم یکشنبه د لیندۍ پر ۴مه ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې شوې ده.
تر اوسه د دغې وژنې انګيزه څرګنده نه ده خو په هېواد کې د امنيت د خرابېدو له امله د مرموزو وژنو تر څنګ شخصي دښمنيو او تربګنيو بيرته سر راپورته کړی دی.