پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ لاریونونو کې تر دې دمه ۵ پوځیان یو پولیس وژل شوی او له ۱۰۰ زيات ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې وروسته له هغې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې چې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ لاریون په اخ و ډب اوښتی دی.
د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ په تاوتریخوالي د لاریون اوښتل، د عمران خان د ګوند غړو له لوري هم تایید شوي دي.
دغه لاریونونه څه باندې دوه ورځې وړاندې پیل شوي او لاریون کوونکي له پاکستان حکومت غواړي چې پخوانی لومړی وزیر، عمران خان راخوشې کړي.
بلخوا د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی زندان ته ورغلی.
احتمال شته چې هغه به نن د جیل څخه کور ته انتقال کړي او هلته به نظر بند وي خو دا حالت به سخت شرایط ولري.
د عمران خان میرمن وای چې تر هغه به نه ځو ترڅو مو چې عمران خان په بشپړه توګه د زندان څخه نه وي راخلاص کړي.
تر دی دمه ٥ لکه کسان د اسلام آباد په لور روان دي یا رسیدلي دي.