د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، اسرائیلو او حزب الله دواړو اوربند ته غاړه کېښوده او ژمنه يې کړې چې نور به يو پر بل بریدونه نه کوي.
د دیموکرات ګوند غړي او د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن چې د ولسمشرۍ ډېرې لږې ورځې يې پاتې دي پرون په ځايي وخت له غرمې وروسته په يو رسنيز کنفرانس کې د اسرائيلو او حزب الله د اوربند اعلان وکړ.
هغه خبریالانو ته وويل: ” له منځني ختيځ يو ښه خبر لرم. ما د لبنان او اسرائیلو لومړي وزیرانو سره خبرې وکړې، او خوښ يم چې اعلان وکړم چې هغوی د متحده ایالتونو هغه طرحه قبوله کړه چې د اوربند په تړاو وه.”
هغه زیاته کړه، دا د تل پاتې اوربند لپاره يوه لاره ده چې پر ځايي وخت د چهار شنبې ورځې له سهاره به پلې شي.