افغانستانخبرونه

د بشر حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د زياتوالي او په ځانګړي توګه د افغان ښځو او نجونو د وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان په يو بیان کې ويلي چې طالبان لا هم د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپلو محدویتونو او زور زیاتيو ته دوام ورکوي چې دا د نړۍوالو کنونسیونونو او قوانينو خلاف عمل دی.

د دغه سازمان په يو راپور کې راغلي: “طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي. د مثال په توګه، که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې د ټاکل شویو معیارونو سره سمون ونه لري نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت يوناما لخوا هم په افغانستان کې د بشري حقونو او د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه شریکه شوې وه.