افغانستانخبرونه

نصيراحمد فایق: د افغان مېرمنو په وړاندې تاوتريخوالی او جنسي اپارتايد زيات شوی دی

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان استازی نصیراحمد فایق وايي له افغانو مېرمنو سره فزیکي او رواني تاوتریخوالی او د هغوی جنسي اپارتاید د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

نوموړي د نومبر ۲۵مې ښځو سره د تاوتریخوالي ختمولو د نړیوالې ورځ په مناسبت د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د افغانو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ غندلي او هغه یې اسلامي لارښوونو او د افغانانو د کلتور خلاف بللې دي.

ښاغلي فایق ویلي: «موږ د طالبانو هغه کړنې او پالیسۍ په کلکه غندو چې نه د اسلامي لارښوونو استازیتوب کوي او نه د افغانستان د خلکو له کلتور او ارزښتونو سره سمون لري.»

هغه همدارنګه زیاته کړې چې له دې ټولو ستونزو سره د افغانو مېرمنو غږ نه چُپ کېږي او ورته پېښو ټولو خطرونو سره بیا هم د خپلو حقونو او د زده کړو او انساني آزادۍ او کرامت ته درناوي موندلو لپاره مبارزه کوي.

فایق پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کړی چې د افغانو ښځو ملاتړ وکړي او طالبان ځواب ورکولو ته حاضر کړي.

خو طالبان ادعا کوي چې افغانستان کې یې د ښځو ټول شرعي حقونه خوندي کړي او هېڅ ډول توپيري چلند ورسره نه کوي.