افغانستانخبرونه

په پروان کې يو کس په عام محضر کې ۸۰ دورې ووهل شو.

د طالبانو سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې نن يې د پروان د مرکز چاريکار ښار په ورزشي لوبغالي کې د عيسی خان په نوم پر يوه مجرم د «حد قذف» (تهمت لګولو) شريعي حد تطبيق کړ.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مجرم (عيسی خان) د عبدالرزاق په نوم پر يو کس د زنا تور لګولی و، چې د محکمې پر وړاندې يې خپله ادعا رښتينې ثابته نشوه کړای او په عام محضر کې ۸۰ دورې ووهل شو.

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو دا تور دی چې په محکمو کې يې عدل نه ترسره کېږي او د دوی د ډلې پر کسانو شوې دعوې سمې نه فیصله کوي او حتا د پیسو په مقابل کې په پرېکړو کې بدلونونه راولي.