د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، تر دې وروسته افغان کډوال په اسلام اباد کې نشي اوسېدلی او هغوی چې غواړي واوسيږي، نو د اجازې ځانګړي کارتونه به اخلي.
د اسلام اباد د پوليسو مشر ويلي، د پاکستان حکومت به ژر دغو افغان کډوالو ته، چې که ټول قانوني اسناد هم ولري، په اسلام اباد کې د اوسېدو د ځانګړو کارتونو وېشلو کمپاين پيل کړي.
دغه کمپاين وروسته له هغه اعلان شو، چې د پاکستان کورنيو چارو وزارت ادعا کړې چې د عمران خان د ګوند په پلوۍ لاريون کې يې ۱۹ افغانان هم نيولي دي.