د اسلاماباد پولیسو ويلي دي چې، د نومبر په ۲۷ مه یې شاوخوا ۱۰۰۰ مظاهرهچيان د ناقانونه احتجاج او له پولیسو سره د نښتې په تور نيولي دي.
د اسلاماباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي یوې خبري غونډې ته وویل، په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شویو ۹۵۴ اعتراض کوونکو کې ۱۹ افغانان هم شامل دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه لاریون پیل کړ، اسلاماباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.
د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول.
پولیسو په هغه ځای کې د مظاهرهچیانو پر ضد اوښکی بهونکی ګاز هم وکاراوه او هغوی یې تیت و پرک کړل.
رضوي وویل چې، پولیسو د شپې په عملیاتو کې له وژونکیو وسلو کار نهدی اخیستی.
د پولیسو په وینا د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو په اخ و ډب کې څلور امنيتي سرتیري او دوه مظاهره کوونکي وژل شوي دي.
د پيټيآی وياند شيخ وقاص اکرم د احتجاج د ځنډولو پخلی کړی دی او پهدې برخه کې یې حکومت په وحشت تورن کړی دی.
د تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې د دوی پر احتجاج وژونکې وسلې کارېدلې دي او د سلګونه پلویانو له وژل کېدو وروسته یې لاریون د لنډ مهال لپاره پای ته رسولی.