افغانستانخبرونه

د ملي مقاومت جبهه؛ په هرات کې مو ۲ طالبان وژلي

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په هرات کې یې د یو برید په پاېله کې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

یادې جبهې پنجشنبه د لیندۍ پر ۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا برید یې بیګاه شپه په ګذرې ولسوالۍ کې کړی دی.

د نوموړې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې یې هغه طالبان په نښه کړي چې د الفاروق لومړۍ لوا په قول اردو کې یې فعالیت کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په هېواد کې د بشپړ امنیت دعوه کوي او نه مني چې د هېواد په ځینو سیمو کې د دوی مخالف وسلوال فعالیت کوي.