خبرونهسیمه

د عمران خان ګوند ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو په اسلام اباد کې د دوی ۶۰۰ پلویان وژلي.

د عمران خان تحريک انصاف ګوند د نومبر په ۲۷مه پر خپله ایکس‌‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې وويل، دوی خپل لاریون په مظاهرو کې د لږ تر لږه شپږ کسانو له وژل کېدو وروسته وځنډاوه.

د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د اسلام اباد په ډی چوک کې د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول.

پولیسو د مظاهره‌‌چیانو پر ضد اوښکی بهونکی ګاز هم وکاراوه او هغوی یې تیت و پرک کړل.
د اسلام اباد د پولیسو د ویاند په وینا، پولیسو د شپې په عملیاتو کې له وژونکیو وسلو کار نه‌‌دی اخیستی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شپې ناوخته د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې په اسلام‌‌‌اباد کې خبریالانو ته وویل، لاریون کونکي چې ځینې یې په لرګیو او ګولیو سمبال وو، د نومبر په ۲۶مه نېټه پلازمېنې ته د پاکستاني پوځ له استولو وروسته په بریالیتوب سره تیت شول.

لاریون کونکو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې له زندان څخه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

۷۲ کلن عمران خان چې پخوانی کرکیټر او د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، له یوه کال راهیسې په زندان کې دی او له ۱۵۰ ډېرو جرمي قضیو سره مخامخ دی.

بل‌خوا د بښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنېشنل) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړي چې، د مظاهره‌چيانو په وړاندې يې له زور زیاتي کار اخیستی.

دې سازمان ويلي دي چې، مظاهرې د هر چا “حق” دی او باید حکومت له تاوتريخوالي او تشدد څخه “ډډه” وکړي.