افغانستانخبرونه

د هلمند ولايت په يوه کور کې د دوو وژل شويو کسانو مړي موندل شوي.

د هلمند ولايت امنيه قومندانۍ خبر ورکړی چې د ناوې ولسوالۍ د ګوهرګين په سيمه کې يې د دوو کسانو جسدونه موندلي چې له وژل کېدا وروسته د کور په ګوښه کې ښخ شوي وو.

د خبر له مخې دوه تنه چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د محمدګل نومي کس کور ته ورغلي وو، بيا چا ونه ليدل او نادرکه شول چې د تروریزم ضد ځواکونو له لوري له پلټنې وروسته د دواړو مړي په ياد کور کې پيدا شوي دي.

د پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي، خو نور جزيات نه دي ورکړل شوي چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې.

د راپور له مخې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د همدغه کور مخ ته يو بل هم کس د تبر په ګوزارونو وژل شوی و.