د بغلان د امنیې قوماندانۍ چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت په خانجان ولسوالۍ کې یوه ځوان خپله مور په چاقو وژلې ده.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند شیراحمد برهاني رسنیو ته وویل چې دغه ځوان د پنجشنبې په شپه ۸ بجې د خنجان ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې خپله مور وژلې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې قاتل نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
د دغې پېښې لامل کورنۍ ستونزې بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي. پرون په فارياب کې يوه کس خپله مېرمن او ۲ کلنه لور د تومانچې په ډزو وژلې او د تېرې سې شنبې په ورځ د هرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې يوه ځوان له پر چاړه له خپلې مور سر پرې کړی و.