په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او ځینو نورو چارواکو له لوري، د اسلام آباد په وروستیو لاریونونو کې په بیا بیا د افغان اتباعو نوم اخیستل او په همدې بهانه د نورو بندیزونو زیاتولو خبري، د افغانانو د زورونې او نیونې نوې بهانې دي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند پلویانو په اسلام اباد کې د نوموړي د خلاصون په غبرګون کې قهرېدلې مظاهرې وکړې چې له امله یې لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم واوښتل.
تازه پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ويلي چې دغو مظاهرو کې یو شمېر افغان کډوال هم دخیل وو خو په اسلام اباد کې د طالبان سفارت وايي چې دا د افغانانو د نیولو او زورولو نوې بهانې دي.
سفارت زیاته کړې، دغې چارې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په تشویش کې اچولي، چې ښایي تر همدې نامه لاندې یوځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري په ناحقه توګه افغانان له پراخي ځوروني سره مخ شي.
په داسي حال کې چې افغان مهاجر په پاکستان کې په هیڅ ډول سیاسی لوبو کې ښکېل نه دي اوسیدلي، او نه یې په کومو جرمي پیښو کې لاس لرلی دی، هغوی همیشه سوله ایز ژوند تېر کړی، د پاکستان په اقتصاد کې یې خپله مثبته ونډه لرلې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو د وروستيو څرګندونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د مهاجرو په وړاندې دې د بې باورۍ داسې فضا رامنځ ته نسي چې له امله یې د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل وګرځي.