افغانستانخبرونه

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ازبکستان ته سفر وکړ

‌ د طالبانو د الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان هيواد ته سفر وکړ.
د طالبانو ارګ وايي، دا سفر د ازبکستان هيواد د مقاماتو په رسمي بلنه ترسره شو، ټاکل شوې د دواړو هيوادونو چارواکي په کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سياسي، ټولنیزو، او فرهنګي اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په هکله خبرې وکړي.
‏د طالبانو ارګ هیله ښودلې چې د ياد سفر په پایته رسېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي چې د دواړو هیوادونو په ګټه به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.