خبرونهنړۍ

د شمالي کوریا رهبر د اوکراین په جګړه کې له روسیې د ملاتړ ډاډ ورکړ

د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون روسیې د دفاع وزیر آندري بلوسوف ته چې پیونګ یانګ ته په سفر ورغلی، د اوکراین پر ضد جګړه کې یې له ماسکو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
روسیي رسنیو ويلي د شمالي کوریا رهبر د روسیې دفاع وزیر ته د خپل قاطع ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې د دغې چارې موخه د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو پراختیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې لویديځ او په ځانګړي توګه امریکا په دغه جګړه کې له اوکراین بشپړ ملاتړ کوي.