د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد دوه اوسېدونکي يې له ترهګرو ډلو سره د غړیتوب په جرم اعدام کړل.
یاد وزارت ويلي چې دغو کسانو ته د سعودي عربستان سترې محکمې دا پرېکړه اورولې وه چې د دوی له لورې تطبیق شوه.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت په يو بیان کې ويلي چې په دغو کسانو کې محمد بن ظافر بن ثامر العامري او بل هم عبدالله بن خضر بن عبدالله الغامدي دی.
که څه هم سعودي دا نه ده په ډاګه کړې چې دغو کسانو د کومې ترهګرې ډلې غړیتوب اخېستی و، خو پر دغو کسانو د دغه جرم سربېره له هېواد سره د خيانت جرم هم ثابت شوی چې پایله کې يې د سعودي حکومت له سختې سزا سره مخ کړل.