افغانستانخبرونه

طالبانو په پکتيا کې د محلي پوليسو يو پخوانی قومندان نيولی دی

طالبانو پنځه شپې وړاندې د پکتيا ولايت د ميرزکه ولسوالۍ د محلي پوليسو پخواني قومندان انور خان مشهور په «کوکه» پر کور د شپې لخوا چاپه وهلې او هغه يې له ځان سره وړی دی.

د قومندان کوکه د کورنۍ يو غړي رسنیو ته وويل، هغه د عمومي بښنې له وجې تر سقوط وروسته پخپل کلي کې پاتې شو او اوس يې هېڅ کوم فعاليت نه درلود: «تر دې وړاندې يې د قومندان کوکه بل ورور قومندان بړوچکه نيولی او شکنجه کړی و، چې وروسته د قومي مشرانو په هڅو راخوشې شو، خو د پنځو ورځو له تېرېدو سره موږ د قومندان انور د مرګ او ژوند په اړه خبر نه لرو.»

نوموړی وايي، د طالبانو محلي جنګيالي هر يو پخپلسر دي او له ټوپک څخه په استفادې پخوانۍ قومي او سمتي بدۍ پالي.