باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړ چې دا موټر د بهارک-فیض آباد پر لاره کوکچې سیند ته وغورځېد.
د خبر له مخې، چارواکو موټر له سیند څخه راایستلی، خو سپرلۍ یې تراوسه لادرکه دي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دا پنځه کسان په اوبو کې ډوب شوي، خو د باختر په خبر کې د چارواکو له قوله راغلي چې د ورکو کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.
په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.
د دې پېښو علتونه د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو لهخوا د ترافیکي قوانینو نه مراعات بلل کېږي.