افغانستانخبرونهسیمه

د پاکستان لومړۍ مېرمن اصفه بوټو: نړۍ دې طالبانو ته فرمايش نه بلکې ورسره تعامل وکړي.

د بېنظیر بوټو لور او د پاکستان ټاکل شوې لومړۍ مېرمن اصفه بوټو زرداري له العربيه شبکې سره په مرکه کې ويلي، نړۍ بايد طالبانو ته د فرمايش پر ځای له هغوی سره تعامل وکړي.

په ورته مهال نوموړې ويلي، د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه پاکستان کولاي شي طالبان د ښځو او نجونو د زده کړو مسايلو حل ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د بشري حقونو فعالين د پاکستان اوسنی ګډوډ وضعيت کې حکومت پړ ګڼي او د پاکستان سټیبلیشمنټ له تحريک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو سره په جوړ جاړي تورنوي چې له امله يې د پښتنو او بلوڅو په سيمو کې ناکراريو او وژنو زور اخيستی دی.