غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هوايي بریدونه د غزې ښار شمال جبالیه کډوالو کمپ کې شوي دي. دغه کسان تېر ماښام د اسراییلو له لوري د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په نښه کولو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي وايي چې سیمه کې نه روغتیايي مرستې شتون لري او نه هم د ټپیانو او مړو لېږدولو لپاره امبولانسونه موجود دي.
یوشمېر جسدونه د عامو خلکو او خپلو خپلوانو له لوري رااېستل شوي او لاهم ځینې جسدونه تر خاورو او ډبرو لاندې دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د کمال خان ادوان روغتون شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.
په ورته مهال له تېرې ورځې راهیسې غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ پورته شوی دی.
بلخوا قاهره کې مذاکراتي پلاوي هڅه کوي چې غزه کې اوربند ته لاره هواره کړي. د حماس مذاکراتي پلاوي د اوربند لپاره نوې هڅې پیل کړي، څو غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ پر اوربند هوکړه وشي.