د ملي مقاومت په نوم جبهې په یوه بريد کې د دوو وسله والو طالبانو د وژلو او يو بل د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
دې جبهې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دغه برید یې تېره شپه د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې کړی دی.
محاذ ویلي چې په برید کې یې د طالبانو یوه پوسته په نښه کړې ده.
په وروستیو کې د طالبانو د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې د زیاتوالي خبرونه زیات شوي خو طالبا دغه ادعاوې ردوي او په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت ادعا لري.