افغانستانخبرونه

د م.م. د شکنجو د مخنیوي کمېټه؛ په پام کې ده چې د طالبانو په زندانو کې د بندیانو وضعیت وارزوو.

د ملګرو ملتونو د شکنجو مخنيوي فرعي کمېټې اعلان کړی دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې په پام کې لري، چې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجو يا ربړونو پېښې له نږدې وارزوي او دوې به په همدې موخه له زندانونو او بندخونو څخه لیدنه وکړي.

يادې کمېټې همدارنګه ويلي، په نوي میلادي کال کې يې پر افغانستان سربېره د مکسيکو او فرانسې په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو زندانونه هم په لېست کې دي: «د بشري حقونو مسايل، لکه د اتباعو حقوق او د زندانونو وضعيت هغه مسايل دي، چې طالبان يې بايد د هر اړخيز څېړلو اجازه ورکړي، ترڅو د افغانستان واقعي تصوير نړۍ ته وړاندې شي.»

د ملګرو ملتونو دغه کمېټه داسې مهال په زندانونو کې د شکنجې پېښو څېړلو خبر ورکوي، چې د طالبانو په زندانونو کې د ربړونو ګڼ شواهد او پېښی رسنيزې شوې دي.