په بدخشان کې د طالبانو ځاي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د کوکنارو د کښت په تړاو ۱۰۰ کسان نیولي دي.
په بدخشان کې د له نشه یي توکو سره د طالبانو رییس شفیق الله حفیظي وايي، په یاد ولایت کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي پراخ کمپاین پیل شوی دی.
دی وايي، ارگو، درایم، یفتل پایان، جرم، شهدا او بهارک ولسوالیو کې یې د کوکنارو د کښت په تړاو ۱۰۰ کسان نیولي دي.
په بدخشان کې د کوکنارو د کښت موضوع قومي بڼه خپله کړې او د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې کوکنار دې لومړی په جنوبي ولایتونو کې بند شي بیا به یې دوی هم نه کري.