خبرونهنړۍ

د سعودي وليعهد د اماراتو د دولت له رییس سره ولیدل

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د متحده عربي اماراتو له رییس محمد بن زاهد النهیان سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په سیمه کې د روان وضعیت، په سوداګریزو چارو کې د همکارۍ پراختیا او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.
دا په تېرو درېیو کلونو کې لومړی ځل دی چې محمد بن سلمان اماراتو ته سفر کوي.
دواړو رهبرانو په دغه ناسته کې په سیمه کې د امنيت د ټینګښت او روانو حالاتو د کنټرول لپاره د عربي همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.