افغانستانخبرونه

د طالبانو سرې میاشتې سرپرست له بهر څخه د بشري مرستو را جلبولو په موخه ناسته کړې

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو سرې میاشتې سرپرست د نړیوال فدارسیون له مشر سره په لېدنه کې  افغانستان ته د بشري مرستو را جلبولو په خبرې کړي دي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ټولنې سرپرست شهاب‌الدین دلاور په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست احمد سلیمان سره بهرنيو هېوادونو ته د ترسره کېدونکو سفرونو او له بهر څخه د بشري مرستو را جلبولو په موخه ناسته وکړه.

دلاور له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د نړیوال فدراسیون د دوامداره مرستو او همغږۍ ستاینه وکړه.

‏افغاني سرې میاشتې لیکلي چې احمد سلیمان، شهاب‌الدین دلاور ته نږدې ورځو کې قطر هېواد او له هغه وروسته جنیوا ته د پلان شویو سفرونو او هلته د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له مسئولینو سره د ناستو برابرولو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.‎