طالبانو ادعا کړې چې د دوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده ته منسوب کس د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د امربالمعروف د قانون پر پلي کولو ټینګار کړی دی.
په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په يو اعلامیه کې ويلي، چې د دغې ډلې مشر د کندهار ځايي مسولینو په ملتیا سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی.
سرچینه زیاتوي، ملا هیبت الله د یادې ولسوالۍ له مسولینو او علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي نظام لپاره مو دوه لسیزې قربانۍ ورکړې او د ساتنې لپاره یې باید پوره هڅې وشي.
هغه علماوو ته سپارښتنه کړې، چې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون د ښه پلي کولو برخه کې له اړوند ادارو سره همکاري وکړي او عامو خلګو ته د ایمان، عقیدې او نورې زدهکړې ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ، نوموړي مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې له اختلافاتو ډډه وکړي او په چارو کې دې د مسولینو اطاعت او پيروي وکړي.