افغانستانخبرونه

د سوریې ځواکونو حماه ښار ته د وسله والو ډلو د ننوتلو مخه ډپ کړه

راپورونه وايي، د سوریې وسله وال پوځ توانېدلی چې پر حماه ښار باندې د وسله والو ډلو برید په شا وتمبوي او د ښار ځينې اړخونه له محاصرې خلاص کړي.

پرون د تحریر الشام وسله والې ډلې چې د بشاراسد په مشرۍ د سوریې د حکوت پر ضد راپورته شوې ډله ده د نورو دولت ضد وسله والو ډلو په ملاتړ باندې يې پر حماه ښار باندې ډله ييز برید پیل کړ.

په سوریه کې د انساني حقونو اداره (المرصد) وايي چې د سوریې وسله وال پوځ توانېدلی چې د دغه لوی برید مخه ډپ کړي او حماه ښار ته د وسله والو مخالفینو د داخلېدو مخه ونيسي.

تر دې وړاندې د تحریر الشام وسله والې ډلې د نورو وسله والو ډلو په ملاتړ باندې د سوریې پر حلب ښار برید کړی و چې له دغه ښار څخه يې سوریايي پوځونه وتلو ته اړ کړل او ویل کېږي چې اوسمهال د حل ښار په څلورو پوځي اډو او نورو پوځي مرکزونو باندې د تحریر الشام وسله واله ډله حاکمه ده.

تحریر الشام وسله واله ډله د ترکیې لخوا ملاتړ کېږي چې د سوریې د حکومت پر ضد جګړه وکړي.