افغانستانخبرونهسیمه

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا کې د ۵ وسلوالو د وژلو خبر ورکړی

پاکستاني پوځ د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا کې د پنځه وسله‌الو د وژنې ادعا کړې ده.

پوځ ویلي چې تېره ورځ (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)د خیبر پښتونخوا په «لکي مروت۷ سیمه کې یې د وسله والو پر یو پټنځای عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې پنځه وسله وال وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځ دا نه ده روښانه کړې چې یاد وسله وال څوک وو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې ترینګلی کېږي.

له دې څو ورځې د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ پخپل تازه راپور کې ویلي و چې، د تیرې نومبر په میاشت کې د وسله والو په بریدونو کې چې د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې شوي، ۲۴۵ تنه وژل شوي چې ۶۸ په کې د امنیتي ځواکونو غړي او ۵۰ ملکیان وو.