د ملګرو ملتونو لپاره د ماشومانو د ملاتړ ادارې(يونېسف) د افغان ماشومانو لپاره د راتلوونکی کال په ترڅ کې د یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.
رسنیو د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل له قوله خبر ورکړی چې، په ۲۰۲۵م کال کې داسې اټکل کوي چې، د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري.
د هغه په خبره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده چې له جملې یې یوازې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره دي او په همدې ترتیب تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده.
له دې وړاندې هم یونیسېف له نړۍ غوښتي و، چې میلیونونه بېوزلي افغان ماشومان هېر نه کړي او د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره دې د دې ټولنې مالي ملاتړ وکړي.
يونيسېف ويلي افغانان د اوږدمهاله جګړو، اقليمي بدلون او هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت او اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.