د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې د بنګله دېش د حکومت تر سقوط او هند ته له تېښتې وروسته د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیر شيخ حسینې لومړنۍ رسمي وينا وکړه.
هغه چې د امریکا په نيويارک ښار کې د خپلو پلويانو په غونډه کې را څرګنده وشوه، د محمد يونس په مشرۍ يې پر انتقالي حکومت توندې نيوکې وکړې او دا حکومت يې د اقلیتونو په خوندیتوب کې پاتې راغلی ياد کړ.
شيخ حسینې وويل چې د هندو مذهبو په ګډون د محمد يونس په مشرۍ د بنګله دېش په انتقالي حکومت کې د اقلتيتونو ژوند له ګواښ سره مخ دی، او تور يې پورې کړ چې هلته د اقلیتونو نسل وژنه روانه ده.
په اګست مياشت کې د زده کوونکو د غورځنګ پراخو لاريونونو شیخ حسینه استعفی کولو ته اړ کړه او بیا يې هند ته پناه يوړه.