د ولسي جرګې پخوانی استازی کمال ناصر اصولي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل له ولس، هیواد او انسانیت سره ظلم او جفا بللې او وايي، کومو خلکو چې دا بندیز وضع کړی، هغوی د خپل کور مېرمنو ته د انسان په سترګه نه ګوري.
اصولي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي «دا جفا صرف هغوی کولای شي چې څوک چې په خپل کور کې مېرمنې ته د انسان په سترګه نه ګوري.»
نوموړي غوښتنه کړې چې د اسلامي اصولو او قوانینو له مخې دې د نورو اسلامي هیوادونو په څېر ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.
د طالبانو له لوري د نجونو د طبي ښوونیزو مرکزونو بندولو پرېکړه د بېلابېلو خلکو او سازمانونو له لوري غندل شوې ده.