افغانستانخبرونه

په سروبي کې د هديرې پر سر شخړه کې ۳ تنه وژل شوي او ګڼ ټپيان دي.

د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه رسنیوته د رسېدلو معلوماتو پر اساس، په «څپر» سيمه کې د مياخېلو دوو کلیو ترمنځ جګړه کې درې تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

يو شمېر وخيم ټپيان د سروبي ولسوالۍ روغتون څخه د جدي درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

جګړه د هديرې ځمکې پر سر داسې رامنځته شوې، چې يو کلي د مړي لپاره قبر اېسته او د بل کلي خلکو له دې وجې، چې دا زموږ ځمکه ده هغوی ته د قبر کېندلو اجازه نه ورکوله.

په دې جګړه کې له کلاشينکوف او پيکا وسلو څخه استفاده شوې، خو طالبانو اوس مداخله کړې، جګړه درېدلې او د دواړو لوريو خلک يې د سروبي امنيه قوماندانۍ ته احضار کړي دي.