د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې سیند ته د یوه موټر د غورځېدو په پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې یو لنډکروزر ډوله موټر سیند ته لوېدلی چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
طالب چارواکي وایي د پېښې قربانیان د نسي ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې له خپلې سیمې د مرکز فیض آباد پر لور روان وو.
باختر آژانس خبر ورکوي چې تر دې دمه د یوه کس مړی موندل شوی او د نورو لپاره پلټنه روانه ده.
تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د کوکچې سیند ته یو موټر غورځېدلی و چې ۶ تنه په کې وژل شوي وو، خو ویل کېږي چې مړي یې لا هم نه دي موندل شوي.