دکونړ ولایت شیګل والسوالی د شینکوړک سیمې په کندو کلي کی د قاری خالد کور د نامعلومه کسانو لخو انفجار شو دا هغه کور دی چی دوه ورځی مخکی پکی د پاکستاني طالبانو يو قومندان شاھدعمر باجوړی وژل شوی و
شنونکي وايي د طالب جنګياليو ترمنځ اختلافات د يو بل تر فزيکي حذف پورې رسېدلي دي.
په کونړ کې د پاکستاني طالبانو مهم قومندان شاهد عمر باجوړي د وژل کېدو تور د طالبانو پر يو ځايي مسوول لګول کېږي، چې د پاکستاني استخباراتو په اشاره او امکاناتو يې دغه کار ترسره کړی دی.
قومندان عمر باجوړی د کونړ د استخباراتو رياست کې د تحقيقاتو پخواني مدير «قاري خالد» په حجره کې له خپلو ملګرو سره يو ځای په يوې مېلمستيا کې وژل شوی دی.
قاري خالد د حاجي عثمان په وساطت د کونړ د سرحداتو مديريت ته ګمارل شوی و. حاجي عثمان ترابي د کونړ ولايت لپاره د طالبانو پخوانی والي دی.
تر دې قضيې وروسته د طالبانو په منځ کې دا بحث هم راپورته شوی، چې د دوی د ليکو مسول غړي اوس هم له بهرنيو استخباراتو سره تړلي دي.