په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د يو مهم قومندان شاهد عمر باجوړي تر وژل کېدو وروسته، غزني، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو ته د پاکستاني طالبانو د کورنيو لېږدولو لړۍ پيل شوې ده.
د غزني قره باغ ولسوالۍ څخه يوې منبع رسنیو سره تازه د همدې نن ورځې معلومات شريک کړي، چې پر اساس يې د «باغ عطر» سيمې ته د ټي ټي پي وسله والو لسګونه کورنۍ رسېدلې دي.
دغلته د ټي ټي پي وسله والو او د هغوی کورنيو ته يوه خاصه منطقه خالي شوې ده، چې له څو ورځو پکې د يادو کورنيو ځای پر ځای کول پيل شوي دي.
دا پروسه له پاکستاني استخباراتو سره د هغې پرېکړې پر اساس کېږي، چې د پاکستان لخوا نښه شوي کسان او کورنۍ به د ډيورنډ کرښې له غاړو سيمو څخه هدف وړ ولايتونو ته لېږدول کېږي.