د طالبانو یوه مخالفه ډله «د افغانستان آزادۍ جبهه» وايي پرون یې بګرام هوايي ډګر ته نږدې د طالبانو د موټرو په یوه قطار برید کړی چې له امله یې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
یاده جبهه په یوه اعلامیه کې وایي وسله والو یې په قلعه خواجه سیمه کې طالبانو ته کمین نیولی و.
جبهې د برید اړوند ویډیو یا انځور نه دی خپور کړی او نه طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون ښودلی دی خو په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو وسلوالو له خوا د دغه ډول بریدونو خبرونه زیات شوي چې د ځینو بریدونو ویډیوګانې یې هم رسنیو ته ورکول کېږي.