افغانستانخبرونهسیمه

تحریک طالبان پاکستان له پوځ نه د شاهدعمر باجوړي د غچ اخيستو ګواښ وکړ

ټي ټي پي وایي چې د خپل وژل شوي مهم قوماندان او د شمالي زون د نظامي کمېسیون د غړي مولانا شاهد عمر باجوړي د مرګ غچ به له پاکستاني پوځ نه واخلي.

مولانا شاهد عمر باجوړی د باجوړ ايجنسۍ اوسېدونکی او په تحريک طالبان کې پر مهمو څوکیو پاتې شوی و.

مولانا شاهدعمر باجوړی درې ورځې وړاندې په کونړ ولايت کې د يوې پلان شوې دسيسې له مخې ووژل شو چې پاکستاني طالبان دغه کار د پاکستان د پوځ او د هغوی د ايجنټانو کار بولي.

نوموړی چې کله د د ډېره اسماعیل خان والي وټاکل شو نو تر بل هروخت په ډیره اسماعیل خان کې پر پاکستاني پوځ مرګوني بریدونه زیات شول.

شاهد عمر باجوړی په ځانمرګو بریدونو؛ هدفي وژنو او له پاکستاني پوځ سره په مخامخ جګړو کې د تحریک طالبان پاکستان یو له انتهایي مهمو څېرو ګڼل کېده.

ټي ټي پي ګواښ وکړ چې د مولانا شاهد عمر باجوړي د «شهادت» غچ به د پاکستان له پوځ نه واخلي او هغه سهولت کارانو ته به مرګونې جزا ورکړي چې د دوی په وینا د باجوړي په وژنه کې دخيل ول.

د يادونې وړ ده چې د کونړ ولايت د طالبانو اداره وايي چې دوی د شاهدعمر باجوړي د تښتېدلي قاتل په لټه کې دي، خو تېره ورځ نامعلومه کسانو هغه کور په بمونو والوځاوه چې نوموړی پکې وژل له ملګرو سره يوځای وژل شوی و.